کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډایاک: د امنیتي وضعیت په خرابېدو وسله‌وال ګروپونه ۵ برابره زیات شول

1 حوت 1397 ساعت 19:20

په شمال زون کې د دفاع وزارت د ډایاک یا د ناقانونه وسله والو د خلع سلاح پروسې مسؤلان وايي چې په پنځو شمالي ولایتونو کې نږدې ۲۵۰۰ غیر قانوني وسله والې ډلې په ناقانونه فعالیتونو بوخت دي.


د دغې پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد نن ازدي راډیو ته وویل چې د دې پروسې په پیل کې په شمال زون کې یوازې ۵۰۰ غیر قانوني وسله والې ډلې وې.
ده وویل: "په لومړیو درې کلونو کې چې نړیوالې ټولنې او دولت له موږه ملاتړ کاوه، موږ په شمال زون کې ۱۸۵ وسله‌والې ډلې خلع سلاح کړې او ۱۸ ولسوالۍ مو د هغوی له وجوده تصفیه کړې، له بده مرغه د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره دا وسله‌وال ګروپونه ۵ برابره زیات شول."
ښاغلی عابد وایي، د ۱۳۹۷ لمریز کال په ترڅ کې د فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو نږدې ۳۰۰ میله بېلابېلې وسلې راټولې شوې دي.
 


د مطلب کود: 180057

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180057/ډایاک-د-امنیتي-وضعیت-په-خرابېدو-وسله-وال-ګروپونه-۵-برابره-زیات-شول

آوا
  https://www.avapress.com