د دغې پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد نن ازدي راډیو ته وویل چې د دې پروسې په پیل کې په شمال زون کې یوازې ۵۰۰ غیر قانوني وسله والې ډلې وې.
ده وویل: "په لومړیو درې کلونو کې چې نړیوالې ټولنې او دولت له موږه ملاتړ کاوه، موږ په شمال زون کې ۱۸۵ وسلهوالې ډلې خلع سلاح کړې او ۱۸ ولسوالۍ مو د هغوی له وجوده تصفیه کړې، له بده مرغه د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره دا وسلهوال ګروپونه ۵ برابره زیات شول."
ښاغلی عابد وایي، د ۱۳۹۷ لمریز کال په ترڅ کې د فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو نږدې ۳۰۰ میله بېلابېلې وسلې راټولې شوې دي.