دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 180066
بامیان ولایت مرکز کې یو ۱۹ کلن ځوان قتل
بامیان ولایت امنیتی مسؤولین وایی چی تیره ورځ غرمه یو ۱۹ کلن ځوان ددی ولایت په مرکز کې خپلو دوو ملګرو له لوری په قتل رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، رضا یوسفی؛ د بامیان ولایت پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: تیره ورځ ۱۲ بجو په شاوخوا یو ۱۹ کلن ځوان د خپلو دوو ملګرو له لوری اتاق دننه د زرګرانو په سیمه کې په قتل رسیدلی دی.
بامیان ولایت پولیسو ویاند زیاته کړه چی هغه ځوان دوه ملګری ددی وروسته چی هغه د چاقو په ضرباتو په قتل رسولی وو د تیښتی په وخت کې د پولیسو له لوری ونیول شو.
هغه زیاته کړه، ددی قتل انګیزه تراوسه نه دی مشخص شوی او پولیس څیړنې په دی اړه جریان لری.
 
https://avapress.com/vdcg3z9q3ak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته