دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 180071
کندهار او ارزګان کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
په کندهار او ارزګان کې چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو ضد عملیاتو کې یې بریاوې ترلاسه کړي.

په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې په ترسره شويو عملياتو کې دوه وسله‌وال او د ارزګان د ترينکوټ په ګرمابک سیمه کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.
د علوي په وینا دغه عملیات له وسله‌والو د سیمو د تصفیې په هدف ترسره شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdccmxqss2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته