کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار او ارزګان کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي

2 حوت 1397 ساعت 13:19

په کندهار او ارزګان کې چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو ضد عملیاتو کې یې بریاوې ترلاسه کړي.



په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې په ترسره شويو عملياتو کې دوه وسله‌وال او د ارزګان د ترينکوټ په ګرمابک سیمه کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.
د علوي په وینا دغه عملیات له وسله‌والو د سیمو د تصفیې په هدف ترسره شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 180071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180071/کندهار-او-ارزګان-کې-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com