دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 180072
بنګله دېش کې د اور رامنځته کیدو له امله نږدی ۶۹ تنه مړه شوي
د بنګله‌دېش د پلازمېنې ډاکه په زاړه ښار کې د اپارتمانونو په بلاکونو کې د اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسان مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

چارواکو ویلي چې تر اوسه د ۶۹ کسانو مړي موندل شوي او ښایي د مړو شمېر له دې زیات شي.
تر اوسه د اور وژلو او د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي.
اور په هغو بلاکونو کې لګېدلی چې خلک په‌کې اوسي او هم کیمیاوي مواد په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
د بنګله‌دېش د اور وژنې د ادارې مشر علي احمد ویلي چې ښایي اور د ګازو له یوه ډبې څخه هغو بلاکونو ته چې په‌کې کیمیاوي مواد ساتل کېږي سرایت کړی و.
https://avapress.com/vdcd5z0fxyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته