کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بنګله دېش کې د اور رامنځته کیدو له امله نږدی ۶۹ تنه مړه شوي

2 حوت 1397 ساعت 13:22

د بنګله‌دېش د پلازمېنې ډاکه په زاړه ښار کې د اپارتمانونو په بلاکونو کې د اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسان مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.



چارواکو ویلي چې تر اوسه د ۶۹ کسانو مړي موندل شوي او ښایي د مړو شمېر له دې زیات شي.
تر اوسه د اور وژلو او د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي.
اور په هغو بلاکونو کې لګېدلی چې خلک په‌کې اوسي او هم کیمیاوي مواد په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
د بنګله‌دېش د اور وژنې د ادارې مشر علي احمد ویلي چې ښایي اور د ګازو له یوه ډبې څخه هغو بلاکونو ته چې په‌کې کیمیاوي مواد ساتل کېږي سرایت کړی و.


د مطلب کود: 180072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180072/بنګله-دېش-کې-د-اور-رامنځته-کیدو-له-امله-نږدی-۶۹-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com