دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 180074
ټاکل شوې چې نن افغانستان او ترکمنستان ترمنځ استراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژيک مشارکت تړون لاسلیک شي.

دا تړون به افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان‌قلي بردي محمدف سره په پلازمېنه عشق‌اباد کې لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي:په‌دې رسمي سفر کې ټاکل شوې چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي او همداراز د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو مخې ته د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شي چې مهم‌یې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند دی، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکارۍ دي چې د ولسمشر مخې ته به لاسلیک شي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتېژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو په‌دې برخه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.
 
https://avapress.com/vdcfexdyjw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته