کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیک تړون لاسلیک کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1397 ساعت 16:29

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې د کوربه هیواد له جمهور رئیس سره د ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړي.



د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري وايي، چې دواړه هیوادونه به په مختلفو برخو کې د همکاریو نورې معاهدې هم لاسلیک کړي.
چخانسوري زیاته کړې ده "د افغانستان د جمهور رئیس او د ترکمنستان د جمهور رئیس په حضور کې به دغه راز، د همکاریو یو شمیر نور سندونه او تفاهمنامې هم لاسلیک شي، چې تر ټولو مهم یې د اوسپنۍ پټلۍ، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکاریو په برخه کې د سندونو لاسلیک کول دي".
د ښاغلي چخانسوري پر وینا، د افغانستان جمهور رئيس به په دغه سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړېوالو اړیکو په انستیتیوت کې وینا هم وکړي.
 


د مطلب کود: 180089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180089/افغانستان-او-ترکمنستان-ستراتیژیک-تړون-لاسلیک-کوي

آوا
  https://www.avapress.com