دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 180119
د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت معاهده لاسلیک کړه
د دواړو هېوادونو پلاویو د جمهوررئیس غني او جمهوررئیس محمدوف په حضور کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو اووه موافقتنامې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د ترکمنستان جمهوررئیس قربان‌قلي بردي محمدوف نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه غږول کېدل، د ترکمنستان جمهوري ریاست په ماڼۍ کې رسمي هرکلی ووایه.
وروسته د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د سیمه ییز اتصال، اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټ، د سیمه ییزو پروژو د تطبیق او تروریزم ضد مبارزې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
بیا د دواړو هېوادونو پلاویو د جمهوررئیس غني او جمهوررئیس محمدوف په حضور کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو اووه موافقتنامې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي ارشیف او ژبو ملي انسټیټیوټ، ادبیاتو او د ترکمنستان د علومو اکاډمۍ د قلي مختوم په نوم د خطي نسخې د محققانو او پوهانو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا د یادښت تفاهم او دغه راز د اطلاعاتو او موادو د شریکولو تفاهم لیک د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ او د ترکمنستان د علومو اکاډمۍ د خطي نسخې د انسټیټوت رئیس صفر دوردي توی لي یوف  لاسلیک  کړ.
وروسته د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت د “ترکمن دیمیریولاری” ادارې د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د سرحداباد-تورغنډۍ په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان سرحدونو کې د اوسپنې پټلې له لارې د انتقالاتو د سازماندهۍ طرزالعمل د افغانستان د اوسپنۍ پټلې ادارې رئیس محمدیما شمس او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت د”ترکمن دیمیریولاری” ادارې رئیس آزاد اتامرادوف لاسلیک کړ.
دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ترکمنستان حکومتونو د دواړو لورو ترمنځ د هوايي خدمتونو او تر هغې پورته د طرفینو د قلمرو اړوند د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په ګډون او د هوایي چلند د نورو دوه اړخیزو اسانتیاوو د تامین په موخه موافقتنامه د افغانستان د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت ترکمن هوا یولاري ادارې رئیس دوران صبوروف ترمنځ لاسلیک شوه.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دولتي سرحدکې د اوسپنې پټلۍ د بین المللي عبور د ځای په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ موافقتنامه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس محمدیما شمس او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزیر طاهر بردي درخانوف لاسلیک کړه.
وروسته د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ  د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه د دواړولوریو ترمنځ د توکو د لېږد د بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینوله سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزه او ټول اړوند مسایل د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د دولتي ګمرکونو د ادارې رئیس  عطا دوردی عثمانوف لاسلیک کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ هرات ولایت ته د انرژۍ د صادراتو د حجم د زیاتوالي په اړه د تفاهم یاداشت د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر چاریمراد پور چکوف  لاسلیک کړ.
په همدې ترتیب د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ د تېلو او ګازو په برخه کې د همکاریو د پراختیا د تفاهم یاداشت د تېلو او ګازو په برخه کې د دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په موخه، د برابرۍ او بین المللي حقونو ته په کتو د ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو د داخلي قوانینو د مراعتولو او ټاپې پروژې د تطبیق د بهیر د چټکټیا په ګډون د افغانستان د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې رئیس عبدالولید تمیم او د تېلو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د جمهوررئیس سلاکار یاشقي ګلدي کاکایوف ترمنځ لاسلیک شو.
له هغه وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان تر منځ د ستراتېژیک مشارکت معاهده او همدارنګه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
په پای کې د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د خپلې کتنې د پایلو په اړه رسنیو سره خبرې وکړې.
لومړی د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف له جمهوررئیس غني سره خپل مذاکرات دوستانه او د حسن تفاهم له فضا څخه ډک وبلل او وې ویل، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سمیه ییزو او بین المللي مسایلو په اړه مو مفصل بحثونه لرل.
هغه زیاته کړه، دوه هېوادونه په بین المللي برخو کې د حقونو د برابرۍ، عدالت او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې مطابق د ملګرو ملتونو سازمان چوکاټ کې اسلامي همکارۍ او اقتصادي همکارۍ کې یو د بل ملاتړ کوي.
د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، موږ د سیمې پر وضعیت او دا چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د سولې او امنیت پلویان دي او دسیمه ییزه همکاریو پر پراختیا او پایداره توسعه مو ټینګار وکړ.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان جمهوررئیس سره مشترک نظر لرم او زه د دې طرفدار یم چې د افغانستان مسئله د سولې د مذاکراتو له لارې حل شي او د بې طرفه هېواد په توګه هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.
هغه څرګنده کړه، سوله او امنیت د ګډو طرحو د اجرائي کېدو لامل کېږي او موږ وکولای شول د انرژۍ، ارتباطاتو او ټرانسپورت په برخو کې له افغانستان سره ښې طرحې پلې کړو.
د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، د ټاپې پروژې تطبیق چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، په افغانستان کې ۱۲ زره شغلي فرصتونه ایجادوي او افغانستان به ورڅخه د کال یو میلیارد ډالرګټه وکړي.
نوموړي وویل، لاجورد لارې څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په اړه یې چې ترکمنستان او افغانستان یې له ګډونوالو څخه دي، هم خبرې وکړې او د روان میلادي کال په مۍ میاشت کې به د غړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزیرانو لومړۍ ناسته په ترکمنستان کې جوړه شي.
نوموړي په فرهنګي او ورزشي برخو کې د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، همدا اوس زیات شمېر افغان محصلین د کرنې، ښوونې او روزنې، انرژي او برېښنا، تېلو او ګاز او ټرانسپورت برخو کې په ترکمنستان کې په لوړو زده کړو بوخت دي او همدارنګه چمتو یوو د افغانستان د غوښتنې په اساس زیات محصلین په خپلو پوهنتونونو کې جذب کړو.
ورپسې جمهوررئیس غني د خبرو پرمهال وویل، نن د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دوستانه مناسباتو د ایجاد اوه ویشتمه کلیزه ده او موږ ویاړو چې ترکمنستان سره مو ستراتیژیکه معاهده لاسلیک کړه او دا د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره یو لوی ګام دی چې زماني قید نه لري.
جمهوررئیس وویل، د دې معاهدې مطابق به د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات پایدار او د متقابل درناوي او ګټو په اساس وي او څرګنده یې کړه، د قربانقلي بردي محمدوف مثبت سیاست د دې لامل شوی چې نن موږ نړۍ ته د همکارۍ او ګاونډیتوب یوه بریالۍ نمونه ور وښیو.
هغه زیاته کړه، افغانستان چې کلونه کلونه جنګونو زیانمن کړی، نن د سیمه ییزې مثبتې همکارۍ پر محور بدل شوی او لاجورد لار د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د نېکو مناسباتو نمونه ده چې د تخریبي مناسباتو برخلاف ده.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، ټاپي یوه پروژه نه، بلکې نړیوال نوښتګر اقدام  او یو کوریدور دی چې ګاز، تېل، نوري فایبر، ټرانسپورټ، د اورګاډي کرښه او برېښنا هم په کې شامل دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ټاپي او تاپ (د ترکمنستان د برېښنا لېږد د افغانستان له لارې پاکستان ته) د پاکستان خلکو ته رڼا او حرارت هدیه کوي، له فعالیته لوېدلې فابریکې یې دوباره فعالېږي او د سیمه ییزې هوساینې او همکارۍ لورته ځي.
جمهوررئیس غني د تروریزم تهدید ته په اشارې وویل، نن ترهګري سیمې او نړۍ ته یو تهدید دی او باید سیمې او نړۍ ته د تروریزم بدیل وړاندې شي. له جنګ، مجادلې او نه همکارۍ څخه د سیمې لپاره همکاري، همنوایي او همغږي په مراتبو ګټور دي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان او ترکمنستان امنیتي همکاري د منل شویو بین المللي معیارونو په چوکاټ کې او د ملګرو ملتونو سازمان د تروریزم ضد ستراتیژي ده.
هغه څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ له اساساتو څخه یو دا هم دی چې دولتونه باید د تروریستي بنسټونو مانع شي او پر وړاندې یې ګډ دریځ اختیار کړي، نه دا چې د دې پدیدې ملاتړی او پټنځای شي.
جمهوررئیس وویل، د ترکمسنتان جمهوررئیس سره موافقې ته ورسېدم چې هرات ته د تورغنډۍ اورګاډي کرښې غځولو مطالعات بشپړ شي او عملي جنبه پیدا کړي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان او ترکمنستان ځوان نسل هغه ګډ درک سره چې لري یې د زده کړې، تحصیلاتو، فرهنګ او نورو برخو کې به د دواړو هیوادونو تر منځ همکارۍ سلګونه کاله او تر هغې لا زیاته ادامه ولري.
 
https://avapress.com/vdcfyxdy1w6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته