دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 180127
هرات، ارزګان او کاپیسا ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتي او هغوی زندان له منځه وړل شوي
په هرات، ارزګان او کاپیسا ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې ۲۶ طالب وسله وال وژل شوي او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په وسله والو پورې اړوند یو زندان له منځه وړل شوی دی.
د راپورونو له مخې د ارزګان ولایت په بیلابیلو سیمو کې له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې د هوایي حملو په پایله کې ۲۱ وسله وال طالب جنګیالي وژل شوي.
په دغې خبر پاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په شینډنډ ولسوالۍ کې محاربوي عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې ۳ طالب جنګیالي وژلي دي. د خبر پاڼې په حواله افغان ځانکړو قوتونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په وسله والو طالبانو پورې اړوند یو زندان په نښه کړی له منځه یې وړی او په دغې پیښه کې یې ۲ وسله وال وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdcew78zfjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته