دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 180132
د قزاقستان ولسمشر تیره ورځ ددی هیواد حکومت منحل کړ
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف پرون کابینه منحل کړه او د دې کار علت یې خلکو ته د معیاري معیشت د برابرولو او د انرژۍ له سکټور پرته په نورو برخو کې د اقتصادي رغونې په چاره کې د حکومت ناکامي وبلله. د ولسمشر له دې پرېکړې سره د ۵۵ کلن بکیتجان ساګینتایوف د صدارت دوره چې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وه، پای ته ورسېده. نظربایوف د نوې کابینې تر جوړېدو پورې مرستیال صدراعظم ۵۳ کلن عسکر مامین د سرپرست صدراعظم په توګه په دنده ګمارلی دی.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف پرون کابینه منحل کړه او د دې کار علت یې خلکو ته د معیاري معیشت د برابرولو او د انرژۍ له سکټور پرته په نورو برخو کې د اقتصادي رغونې په چاره کې د حکومت ناکامي وبلله.
د ولسمشر له دې پرېکړې سره د ۵۵ کلن بکیتجان ساګینتایوف د صدارت دوره چې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وه، پای ته ورسېده.
نظربایوف د نوې کابینې تر جوړېدو پورې مرستیال صدراعظم ۵۳ کلن عسکر مامین د سرپرست صدراعظم په توګه په دنده ګمارلی دی.
نظربایوف پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د قزاقستان حکومت ونه شو کړای چې د خلکو په عوایدو کې زیاتوالی راولي، کاري فرصتونه زیات کړي او په دې هېواد کې چې د انرژۍ پراخې زېرمې لري، د خلکو د معیشت معیار لوړ کړي.

اووه اتیا کلن نظربایوف چې په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو راهیسې ولسمشر دی، په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې حکومت هسې چې تمه کېده، د هېواد د اصلي اقتصادي بنسټ په توګه کوچنيو او متوسطو بزنسونو ته وده ورنه کړه.
ولسمشر نظربایوف کابینه وروسته له هغه منحلوي چې په ټول قزاقستان کې د ژوند د ناوړه شرایطو پرضد مظاهرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcaewn6u49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته