کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اصف غفور: پر پاکستان د هند برید به افغان سوله اغېزمنه کړي

د امریکا غږ اشنا راډیو , 4 حوت 1397 ساعت 11:04

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي، پر دې هېواد د هند له لوري د حملې په صورت کې به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي.



جنرال غفور د فبرورۍ په دوه ویشتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د هند له لوري که حمله وشي، پاکستان به له ځانه دفاع ته لومړیتوب ورکوي.
اصف غفور وویل:
"که په سیمه کې ترهګري له منځه وړل وي، نو د هغه لپاره دا ډېره ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې بریالۍ شي، خو که د هند له خوا پر پاکستان یرغل وتپل شو، نو بیا زموږ لومړیتوب د خپلې خاورې دفاع کول دي او نور څه بیا وروسته راځي."
د فبرورۍ په څوارلسمه د هند په تر واک لاندې کشمیر کې په انتحاري حمله کې ۴۴ هندي ملېشه عسکر ووژل شول او ډېر نور زخمیان شول.
د پاکستان د پوځ ویاند پرون د هند دا تور رد کړ چې په حمله کې دوی لاس درلود.
د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم وسله والې ډلې اخیستی دی.
د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې د انتحاري حملې له امله د هند او پاکستان روابط ډېر نازک شوي دي.
 


د مطلب کود: 180152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180152/اصف-غفور-پر-پاکستان-د-هند-برید-افغان-سوله-اغېزمنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com