د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند په عاشقوال او جوی چهار سیمو کې تیره ورځ ناوخته د ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې (۱۱) طالب وسله وال وژل شوي او د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې(۱۰) تنه طالب وسله وال او مشکو کسان ژوندي نیول شوي دي.
غزني کې (۱۱) وسله وال وژل شوي او (۱۰) تنه ژوندي نیول شوي دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 حوت 1397 ساعت 12:16
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند په عاشقوال او جوی چهار سیمو کې تیره ورځ ناوخته د ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې (۱۱) طالب وسله وال وژل شوي او د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې(۱۰) تنه طالب وسله وال او مشکو کسان ژوندي نیول شوي دي.
په لومړي اقدام کې تیره ورځ ناوخته شاوخوا(۵:۰۰) بجي او (۵:۳۰) بجي ائتلاف هوایې ځواکونو د اندړو ولسوالۍ اړوند په جوی چهار او عاشقوال سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د دولت (۱۱) تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي. بلخوا کومانډو ځواکونو تیره شپه شاوخوا(۱۱:۰۰) بجي د اندړو ولسوالۍ په مکرو سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې لس تنه وسله وال د یو شمیر مشکوکو کسانو په ګډون ژوندي نیولي دي. په ترسره شویو عملیاتونو کې ملکي کسانو او امنیتي سرتیرو ته زیان ندی اوښتی
د مطلب کود: 180168