کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: ملا برادر حضور سولې مذاکراتو کې، امریکا بهرنیو چارو وزیر ګډون پوری اړوند دی

4 حوت 1397 ساعت 16:05

طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې برخه واخلي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي.



دوی وایي، د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني.
رسنیو ته د طالبانو په لیږل شوې اعلامیه کې راغلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.
په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ په قطره کې د کیدونکې غونډې اجنډا لا نه ده څرګنده شوې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به په پخوانیو غونډو کې د راپورته شویو مسائلو په تعقیب خبرې وکړي.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې د سر موضوع به د ملګرو ملتونو له تورلیسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي ، په دغې جوړیدونکې غونډه کې به د طالب او امریکایي استازو بحثونه  لا هم وروستي نه شي.
 


د مطلب کود: 180190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180190/طالبان-ملا-برادر-حضور-سولې-مذاکراتو-کې-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-ګډون-پوری-اړوند-دی

آوا
  https://www.avapress.com