دخپریدو نیټه :شنبه ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 180205
د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ  د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه لاسلیک شوه
یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه.
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قیومي چې په یو رسمي سفر کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني، ملتیا کوله، د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ  د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه د یاد هیواد د دولتي ګمرکونو د ادارې رئیس ښاغلي عطا دوردي عثمانوف سره لاسلیک کړه.
 
یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbggb8srhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته