کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه لاسلیک شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 حوت 1397 ساعت 17:51

یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه.


د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قیومي چې په یو رسمي سفر کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني، ملتیا کوله، د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ  د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه د یاد هیواد د دولتي ګمرکونو د ادارې رئیس ښاغلي عطا دوردي عثمانوف سره لاسلیک کړه.
 
یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه.
 


د مطلب کود: 180205

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180205/د-افغانستان-او-ترکمنستان-حکومتونو-ترمنځ-ګمرکي-متقابلو-همکاریو-موافقتنامه-لاسلیک-شوه

آوا
  https://www.avapress.com