دخپریدو نیټه :شنبه ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۷
د مطلب کود : 180211
د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي
جمهوررئیس وویل، د اوبو پر مهارولو پانګونه کوو او د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي. پر کجکي بند د نوي کار په پایله کې چې نږدې راتلونکي کې به د ترکانو په پانګونه پیل شي، یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه زېرمه او سل میګا واټه برېښنا تولید شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د لوی کندهار ځوانانو سره  وویل، تاسو د وطن لویه بشري پانګه یاست او ستاسو په پوهه او مټو به دا وطن ابادېږي. هغه زیاته کړه، چې دوه جلا کمېسیونونه دې په دوه اونیو کې د لوی کندهار د معارف او روغتیایي ستونزو د حل لپاره عملي وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
جمهوررئیس وویل، هر چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي ، دا یې له وطن سره لویه جفا ده، موږ  ژر تر ژره په تېرو کلونو کې له لوی کندهار سره د دغه شوي ظلم جبران غواړو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، دا وطن موږ ته چا نه دی بښلی، د نیکونو په تورو او وینو مو ساتلی او پاللی او زموږ ژمنه داده چې هم به یې ساتو او هم به یې په هر قېمت چې وي سولې او ثبات ته رسوو، ځکه د وطن د ابادۍ کیلي زموږ په وحدت او ژمنه کې ده.
جمهوررئیس وویل، د اوبو پر مهارولو پانګونه کوو او د افغانستان د اوبو هر څاڅکی به د ګاونډیو له تېلو قېمته وي. پر کجکي بند د نوي کار په پایله کې چې نږدې راتلونکي کې به د ترکانو په پانګونه پیل شي، یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه زېرمه او سل میګا واټه برېښنا  تولید شي.
 هغه زیاته کړه، دهلې بند ته امکانات برابر شوي او د نورو بندونو مطالعات ادامه لري او په راتلونکي کې به ۶۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوب او له دې سره به د غنمو له پلوه زموږ خودکفایي حتمي شي.
محمداشرف غني وویل، د لوی کندهار وچې او تازه مېوې به د لوی پکتیا د جلغوزیو په څېر نړیوالو بازاراونو ته ورسېږي او ټینګار یې وکړ چې بڼوال او پروسس کوونکي د انجمنونو جوړولو ته وهڅوئ. هغه زیاته کړه، سږکال به د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
جمهوررئیس وویل، ولس په خوځښت راولئ چې د خپلو سیمو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي. هغه زیاته کړه، دا ډېر غیرتي ولس دی او هر څوک چې په کمه ورته ګوري، هغه زما دښمن دی.
جمهوررئیس غني وویل، ترکمنستان سره موافقې ته رسېدلي یوو چې د برېښنا او اورګاډي پټلۍ په بدل کې به د افغانستان قېمتي ډبرې او نور صادرات ورکوو، له دې وروسته د نغدو پیسو پرځای د جنس په مقابل کې جنس ورکوو او په دوه کالو کې باید د افغانستان عادي بودجه له خپلو عوایدو پوره کړو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، اقتصاد په بهرنیو مرستو او پروژو نه، بلکې په لویو او ملي پروګرامونو وده کوي. خپله پانګه باید په کار واچوو او په پښو ودرېږو. هغه زیاته کړه، نړۍ مې سولې ته قانع کړه، خو ایا طالبان کولی شي چې پاکستان، قاچاقبران او تروریستان دېته قانع کړي چې د افغانستان پرمختګ او ثبات ومني.
جمهوررئیس وویل، سوله راتلونکې ده او دا ولس نه غواړي چې په تېر کې ژوند وکړي، بلکې دوی پر راتلونکي باورمند دي. هغه زیاته کړه، سوله یوازې په کاغذ نه راځي، باید یو بل ومنو او د افغانستان راتلونکي ته طرحه او برنامه ولرو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هلمند د سولې کاروان سره مې د دوی د غوښتنې په اساس د واټ پر سر ورسره ولیدل او د هغوی غوښتنې مې واورېدې، دوی دې اوس کوټې ته لاړشي، طالبانو ته دې ووایي چې ولسمشر سره مولیدلي او هر وخت یې لیدلی شو، نو تاسو ولې نه راسره ګورئ او غوښتنې مو نه اورئ؟
محمداشرف غني په ټینګار وویل، افغانان به د افغانستان ولسمشر ټاکي. اسلام اباد، تهران او مسکو یې د انتخابولو حق نه لري. هغوی چې له ولس وېره لري، د موقت حکومت خبره کوي، مګر بهرنۍ او په بهر کې جوړې شوې طرحې په دې وطن کې ناکامېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizuazzt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته