دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 180238
د داخله وزارت د اسلحو لیږد مخکنۍ جوازونه باطل اعلان کړ
د داخله وزارت ټول کارتونه د اسلحو لیږد لپاره چی مخکې جوړ شوی او صدور تاریخ یی پای ته رسیدلی، باطل اعلان کړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا وزارت نن یکشنبه د یو ابلاغیه په خپرولو سره پولیس امنیتی موظفینو ته امر کړي ترڅو جواز کارت د اسلحو سره یی یوځای ټول او ضبط شی.
په ابلاغیه کې راغلی دی چی ټول استعلامونه چی د داخله وزارت اداراتو، کابل ګارنیزیون قوماندانی او یا نور دولتی مراجعو څخه د اسلحو لیږد په منظور صادر شوی دی؛ باطل او امنیتی موظفین د اسلحو ټولولو او ضبط ته اقدام وکړی.
دا وزارت ټینګار کړی چی هیڅ مرجع، د اسلحه جواز طرزالعمل مطابق، د اسلحو لیږد جواز او استعلامونو صادرولو حق نه لری، شرایطو وړ متقاضیان او کسان کولای شی د اسلحه لیږد لپاره د داخله وزارت څخه درخواست وکړی.
دا وزارت د کابل اوسیدونکو څخه هم غوښتی دی ترڅو داخله وزارت سره ددی ابلاغیه تطبیق او اجرا کې مرسته وکړی.
 
https://avapress.com/vdchxvnz623n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته