کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داخله وزارت د اسلحو لیږد مخکنۍ جوازونه باطل اعلان کړ

5 حوت 1397 ساعت 13:49

د داخله وزارت ټول کارتونه د اسلحو لیږد لپاره چی مخکې جوړ شوی او صدور تاریخ یی پای ته رسیدلی، باطل اعلان کړ.



د آوا په ګزارش سره، دا وزارت نن یکشنبه د یو ابلاغیه په خپرولو سره پولیس امنیتی موظفینو ته امر کړي ترڅو جواز کارت د اسلحو سره یی یوځای ټول او ضبط شی.
په ابلاغیه کې راغلی دی چی ټول استعلامونه چی د داخله وزارت اداراتو، کابل ګارنیزیون قوماندانی او یا نور دولتی مراجعو څخه د اسلحو لیږد په منظور صادر شوی دی؛ باطل او امنیتی موظفین د اسلحو ټولولو او ضبط ته اقدام وکړی.
دا وزارت ټینګار کړی چی هیڅ مرجع، د اسلحه جواز طرزالعمل مطابق، د اسلحو لیږد جواز او استعلامونو صادرولو حق نه لری، شرایطو وړ متقاضیان او کسان کولای شی د اسلحه لیږد لپاره د داخله وزارت څخه درخواست وکړی.
دا وزارت د کابل اوسیدونکو څخه هم غوښتی دی ترڅو داخله وزارت سره ددی ابلاغیه تطبیق او اجرا کې مرسته وکړی.
 


د مطلب کود: 180238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180238/د-داخله-وزارت-اسلحو-لیږد-مخکنۍ-جوازونه-باطل-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com