دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 180239
محمد محقق: ولسمشر غنی یې د لېرې کولو صلاحیت نه لري
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وایي، ولسمشر محمد اشرف غني یې د لېرې کولو صلاحیت نه لري.

سره له دې چې  د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې یوه میاشت مخکي لا  له دندې غزل شوی ، خو ښاغلی محقق وايي چې هره ورځ خپل کاري دفتر ته ځي.
د ولسمشر غني د حکم له مخې، د اجرائیه ریاست عزل شوي دوهم مرستیال محمد محقق له رسنیو ته ویلي چې ولسمشر یې د لرې کولو صلاحیت نه لري نو ځکه تل خپل کاري دفتر ورځي.
ښاغلي محقیق ویلي، چېاول یې ولسمشر د لېرې کولو صلاحیت نه لري او دوهم دا چې له اجرائیه ریاست سره په دې برخه کې همغږي نه ده شوې.
اجرائیه ریاست د محمد محقق په اړه صادر شوی حکم  ناسنجول شوی او بېړنی کار بولي.
ولسمشر محمد اشرف غني یوه میاشتې مخکې، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقیق لرې کیدو په اړه فرمان صادر او نوموړی یې له دندې کوښه کړ.
بل خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي، د ښاغلي محقق په اړه حکم اجرا شوی، معاشونه یې قطع شوي، حکومتي امتیازات نه اخلي.
 
https://avapress.com/vdcipuaz3t1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته