دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 180240
افغانستان تجارتي مالونو لمړۍ جوپه چابهار بندر له لارې هند ته واستول شوه
د افغانستان د تجارتي مالونو لومړۍ جوپه نن د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د چابهار بندر له لارې هند ته واستول شوه.

د افغانستان شاوخوا ۷۵۰ ټنه تجارتي مالونه له زرنج ښار څخه چاه بهار او له هغه ځایه هند ته واستول شول.
ولسمشر غني په‌دې مناسبت مراسمو کې په خپله وینا کې وویل، چابهار له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي تړون لاره ده:هرڅه چې له افغانستان صادرېږي، د افغانستان سلګونه کلي او میلیونونه وګړي له نړۍ سره وصلوي. اقتصادي ژبه د وصل ژبه ده.
چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نېږدې او ارزانه لار بلل کېږي.
ارګ نن په يوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني به د افغانستان د تجارتي مالونو د لومړۍ جوپې د استولو په مراسمو کې پر ګډون سربېره په مرکز زرنج کې د ولسونو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو او سوداګرو له استازو سره هم وګوري.
 
https://avapress.com/vdcaywn6w49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته