دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 180267
سعودی عربستان خپله لومړنۍ ښځينه سفیره امریکا ته لیږي
سعودي عربستان خپله لومړنۍ ښځینه سفیره وټاکله، دغه ښځینه سفیره به په واشنګټن کې، د سعودي د شاهزاده خالد بن سلمان ځای ناستې شي.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت د دې هیواد له مهمو سفارتونو څخه دی، دغه سفارت د ریاض او واشنګټن د ډېرو نږدې اړیکو ښکارندوی دی.
په واشنګټن کې د سعودي عربستان نوې ګمارل شوې ښځینه سفیره، ریما بنت بندر آل سعود نومیږي، د بندر بن سلطان لور ده چې پلار یې د آل سعود له کورنۍ څخه دی او د ژوند ډېره  برخه یې په امریکا کې تېره کړې ده.
اغلې ریما د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کشر  ورور خالد بن سلمان پر ځای په واشنګټن کې سفیره کیږي.
د راپورونو له مخې د دې تازه سفیرې ټاکل، د محمد بن سلمان د منتقد جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته پیښو په غبرګون د سعودي عربستان یوه هڅه ګڼله کیږي.
ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې د ننه،  د هغې ډلې له خوا ووژل شو چې ریاض ور لیږلې وه. د دغې پیښې په غبرګون کې د عربستان ډېری غربي متحدانو او په امریکا کې جمهوریت غوښتونکو قانون پوهانو،  د سعودي عربستان په ولیعهد محمد بن سلمان د دغې وژنې تور پورې کړ.
تر دغې نوې سفیرې مخکې خالد بن سلمان په واسنګټن کې له ۲۰۱۷ کال راهیسي د سعودي عربستان سفیر وو.
ریما بنت بند آل سعود په خصوصي برخو کې کار کړی دی او له هغو وروسته د عربستان د سپورټ له ادارې سره یو ځای شوه، دغه میرمن د ښځو د حقونو یوه فعاله وه، غوښتل یې چې پر نوور برخو سربیره د ښځو شمېر د سپوټ په ډګر کې هم زیات شي.
 
https://avapress.com/vdcjmyevauqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته