دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 180268
ولسمشر غنی: افغانستان په صادرونکې هیواد بدلیدونکی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان اوس مهال د اسیا په څلورلاري بدل شوی او د صادارتو او وارداتو له پلوه په وچه کې بند هېواد نه‌دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور افغانستان د واردونکي هېواد پرځای په صادرونکې هېواد بدلیدونکی دی.
ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ يې په نیمروز ولایت کې چابهار بندر ته د افغان سوداګریزو توکو د لومړني کاروان د لېږد په غونډه کې خبرې کولې د افغانستان صادارت په کلني ډول د یو میلیارد ډالرو په اندازه یاد کړل او په تینګار سره وویل چې د دې هېواد کلني صادرات به دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

نوموړي وویل، هر څه چې له افغانستانه صادریږي میلیونونه افغانان له نړۍ سره نښلوي. ولسمشر غنی وویل چی افغانستان له یو واردونکي نه په صادرونکي هېواد د بدلېدو په حال کې دی، دا د کار پيل دی، زموږ ژوند دوامدار او تل پاتې دی، هر هغه څه چې له افغانستان صادریږي، سلګونه کلي او میلیونونه افغانان له نړۍ سره نښلوي، د وصل ژبه اقتصادي ژبه ده."
افغان حکومت وايي چې په لومړي ځل د افغانستان ٥٧٠ ټُنه صادراتي مالونه د چابهار بندر له لارې د هندوستان ممبي ښار ته واستول شول.
د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان، ایران او هند له لوري ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه چې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه پروژه ده.
 
https://avapress.com/vdcaiwn6a49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته