دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 180296
رشیدان ولسوالۍ ته د طالبانو د عشر ټولولو د مسئول په ګډون(۶) وسله وال وژل شوي
ساعتونو کې د غزني ولایت د قره باغ او رشیدان ولسوالۍ په اړوندو کې د ائتلاف هوایې ځواکونو او افغان کومانډویانو لخوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې، رشیدان ولسوالۍ ته د طالبانو لخوا د عشر ټولولو د مسئول په ګډون، (۶) وسله وال وژل شوي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې تیره ورځ له غرمي مخکي شاوخوا (۱۰:۰۰) بجي ائتلاف ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ اړوند د ملوک او شینکي ترمنځ سیمه کې، تیره ورځ شاوخوا(۲:۳۰) بجي یې د قره باغ ولسوالۍ په یاري خیل او باقی خیل سیمو کې او تیره ورځ مازدیګر شاوخوا(۵:۱۵) بجي یې د قره باغ ولسوالۍ په صدو کلي کې، څلورهوایې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې پنځه (۵) وسله وال وژل شوي او د هغوی اړوند د یوعراده موټر سایکل ترڅنګ یو عراده هاموي چې مخکي یې له امنیتي ځواکونو څخه نیولي وه له منځه تللي دي. دغه راز تیره شپه شاوخوا(۱:۳۰) بجه افغان کومانډو ځواکونو د رشیدان ولسوالۍ په نورمحمد کلا سیمه کې هم عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د یادي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عشر او ذکات د ټولولو مسئول حاجي متین چې په نیږدي ورځو کې له سعودي عربسان څخه راستون شوی وو، وژل شوی او څلور تنه مشکوک کسان ژوندي نیول شوي دي. په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb80rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته