کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندوز کې ۷ تنه قتل او انسان تښتوونې په جرم ونیول شو

6 حوت 1397 ساعت 16:33

کندوز سیمه ایز چارواکې هیواد شمال کې خبر ورکړی چی د یو ۱۳ کلن هلک تښتولو او قتل په جرم ۷ تنه د پولیسو له لوری نیول شوی دی.



 
 
د آوا په خبرګزاری سره، انعام الدین رحمانی کندوز پولیس قوماندانی ویاند وایی، جاری کال کې د ۴۰۰ څخه ډیر کسان جنائی او تروریستی بیلابیلو جرمونو اړوند عدلی او قضائی ارګانونو ته سپارل شوی دی.
د رحمانی په وینا حسیب الله د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالی اوسیدونکې یو اونۍ مخکې یو ۱۳ کلن هلک د مصور په نامه کابل ښار څخه چال او فریب سره تښتولۍ او امام صاحب ولسوالی ته لیږدولی وو.
هغه زیاته کړه چی دا کس د جنائی جرایمو سره مبارزی مدیریت کارکوونکو هڅو او تلاش له امله د کندوز-شیرخان لویی لاره کې تیریدو په ومت خپل دوو تنو همکارانو سره شناسائی او نیول شوی دی او تښتول شوی هلک بیرته خپل کورنۍ ته تسلیم شوی دی.
همدارنګه د هغه په وینا، څلور تنه د کندوز ښار یو تن دوکاندار قتل په تور چی حاجی ذبیح الله نومیدی، نیولی دی.
 
 
 


د مطلب کود: 180309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180309/په-کندوز-کې-۷-تنه-قتل-او-انسان-تښتوونې-جرم-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com