دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 180310
طالبانو سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر د امریکایی مذاکراتي ټیم سره دوحه ته رسیدلي
دطالبان د غه مشر نن د وشنبه د فیبرورۍ په ۲۵مه د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی تر څو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي مذاکراتي ټیم سره په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه پر خپل ټویټر لیکلي، “د اسلامي امارت مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملاعبدالغني برادر پخیر سره دوحې ته ورسید”.
ټاکل شوې چې نن  دوشنبه د فیبرورۍ په ۲۵مه  په قطر کې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له طالب استازو سره د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسیدو په هدف خبرې اترې وکړي.
امریکایي لوري او طالب مرکچي پلاوي په تېر څلورم پړاو خبرو کې چې په دوحه کې ترسره شوې او شپږ ورځې یې دوام وکړ، پر ځینو مهمو مسائلو هوکړې ته د رسیدو خبر ور کړی وو.
د راپورونو له مخې، د طالب اړخ او امریکایي لوري ترمنځ په قطر کې شپږ ورځي پر دې بحثونه وشول چې له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د وتو لپاره مهال ویش جوړیږي، له افغانستانه به نورې نړۍ ته خطر نه پیښیږي  او دلته به القاعده او نورې تره ګرې ډلې نه ځای پر ځای کیږي، دغه راز پر اوربند هم د دغو شپږو ورځو په لړ کې خبرې اتر شوې دي. او دواړه لوري پرې سلا شوي هم دي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې دا ځل به هم له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې پر همدې مسایلو خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcizuazut1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته