دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 180327
له ملابرادر سره د خلیل‎زاد لیدنه؛ سبا به رسماً د قطر غونډه پیل شي
د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال او قطر کې د سیاسي دفتر له رییس ملا عبدالغني برادر سره په قطر کې ولیدل.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي لومړی ځل دی چې له ښاغلي برادر سره ویني. هغه ویلي له دې وروسته به خبرې اترې پیل شي.
ټاکل شوې وه چې طالب او امریکايي استازو د خبرو اترو پنځم پړاو نن (دوشنبې د کب په ۶ مه) پیل شي، خو طالبانو ویلي چې نننۍ لیدنه تعارفي ده او رسمي خبرې اترې به سبا (سې‎شنبې د کب په ۷ مه) پيل شي.
ملاعبدالغني برادر چې په دې وروستۍ کې پاکستان کې بندي وو، تېره میاشت د طالبانو د مرستیال او قطر کې د هغوی د سیاسي دفتر د مشر په توګه وګومارل شو.
هغه تېره شپه، له پاکستانه قطر ته ولاړ څو له امریکې سره د خبرو اترو په پنځم پړاو کې ګډون وکړي.
ښاغلی خلیلزاد وايي دا ځل به د طالبانو له یوه باصلاحیته پلاوي سره وګوري او د دې کتنې د کوربتوب په اړه د قطر او همداراز د طالبانو د پلاوي د سفر د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د پاکستان د همکارۍ ستاینه کوي.
بل پلو ځینې سرچینې د دغو خبرو په اړه وايي که‎چېرې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله سره هوکړې ته ونه رسېږي، طالبان به پر نورو موضوعګانو بحث ونه کړي.
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې اړه وايي:«اوربند، د بندیانو ازادېدل او د مذاکراتو پيل (له حکومت سره) هغه فرعي موضوعګانې دي چې زه فکر نه کوم تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو وتل روښانه نه شي، پر دغو مسایلو به بحث ونه کړي.»
خو د سولې عالي شورا چارواکي وایي طالبان به له افغان حکومت سره له خبرو پرته خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي.
د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون څرګنده کړه:«ټول هغه غوښتنې چې طالبان یې لري، دا غوښتنې له بین الافغاني خبرو سره حل کېدای شي.»
اجراییه رییس تراوسه هم د سولې په خبرو کې د طالبانو د صادقانه چمتووالي نشتوالی د دې بهیر په وړاندې لوي خنډ ګڼي او له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه هراړخیز پلاوي د جوړولو لپاره د حکومت د انعطاف خبره کوي.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي:«موږ باید نرمښت ولرو. یوه داسې ډله چې د هغه په ترکیب کې دولت، ټول سیاسي بنسټونه او د هېواد ملي شخصیتونه په هغه کې شاملوي، کولای شي د هغوی پلمې لیرې کړي.»
ښځې د سولې په خبرو کې د رغنده رول غوښتونکې دي.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«له بده مرغه په دغې ناسته کې هېڅ ښځه ګډون نه لري او حتا هغه ناستې چې د رسمي خبرو اترو لپاره هم ترسره کېږي، ښځې په هغو کې ګډون نه درلود.»
ټاکل شوې د طالبانو او امریکایانو د استازو ترمنځ خبرې دوې ورځې په قطر کې روانې وي، خو ځینې سرچینې وايي که دواړه لوري په دوو ورځو کې د پام وړ پایلو ته ونه رسېږي ښایي د خبرو بهیر اوږد شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxz9quak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته