دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۸
د مطلب کود : 180335
عسکر مامن د قزاقستان نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف عسکر مامن د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ دفتر نن په ټوېټر کې ویلي چې نوموړی د ولسمشر د یوه فرمان له مخې ټاکل شوی دی.
څلور ورځې مخکې نظربایف پخوانی حکومت ړنګ کړی و او ویلي یې دي چې هغه د خلکو د ژوند په ښه کېدو او د انرژۍ له سکټور پرته د متنوع اقتصاد په ایجادولو کې پاتې راغلی و.
۵۳ کلن مامن له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.
https://avapress.com/vdcfmxdytw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته