ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند سپين غر سينما سيمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې او شل دقيقې د پوليسو رينجر موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يو پولیس او دوه ملکيان ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې ټپيان عامې روغتيا روغتون ته ليږدول شوي، چې د يو تن روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)