کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندی جنګي الوتکې پاکستان خاوره کې تروریستانو پټنځایونه په نښه کړل

7 حوت 1397 ساعت 13:53

هند جنګي الوتکې د پاکستان هیواد تصرف لاندی کشمیر کې تروریستانو اصلی اردوګاه نن تر برید لاندی راوستل.



 
یو هندی رسنۍ ریپورت ورکړي چی هند جنګي الوتکې د تروریستانو یو عمده پټنځای د پاکستان تصرف لاندی کشمیر کې نن تر برید لاندی راوستل.
داچی دا ریپورت د هند نظامیانو او حکومت چارواکو له لوری نه دی تائید شوی خو راهول ګاندی کانګرس ګوند رهبر خپل تویتر حساب کې مبارکی پیغام په خپرولو سره هند هوایی قواوو پیلوتانو څخه قدردانی وکړل.
که هندی الوتکو تیریدنه پاکستان تصرف لاندی کشمیر کې تائید شی، دا به لومړۍ ځل وی چی د ۱۹۷۱ راهیسی داسی کوم پیښه رامنځته کیږی او دواړه هیوادونو ترمنځ شخړو ډیریدو څرګندونه کوی.
۱۱ ورځې مخکې، د هند ۴‍۱ تنه سرتیری هند تصرف لاندی کشمیر کې د انتحاری برید له امله ووژل شو.
دا برید چی مسؤولیت یی پاکستان کې وی شبه نظامی ډله په غاړه اخیستی دی د اسلام آباد او نوي دهلی ترمنځ لفظی بریدونو او شخړو ډیریدو لامل شو.
جنرال آصف غفور د پاکستان اردو ویاند خپل تویتر پیغام کې تیره ورځ ولیکل چی هندی الوتکې مظفر آباد سکتور ته داخل شوی او پاکستان هوایی قواوو موثر او پر وخت غبرګون سره مخ شوی او کوم تلفات نه دی اوښتي.
جنرال غفور ولیکل چی هندی الوتکې هغه بمونه چی د عجله په وخت غورځولی دی د بالاکوت پر سیمه نښتي او کوم تلفات او خسارات نه دی اړولي.
 


د مطلب کود: 180371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180371/هندی-جنګي-الوتکې-پاکستان-خاوره-کې-تروریستانو-پټنځایونه-په-نښه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com