کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر پینځمې غونډې ته د بېلابېلو اړخونو هیله مندي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حوت 1397 ساعت 18:28

په داسې حال کې چې نن سې شنبې په قطر کې د امریکايي پلاوي‌ او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو غونډه روانه ده د افغان حکومت اجرائیه ریاست تمه ښه يي چې دغه مذاکرات د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلولو سبب شي.



د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو غونډې ته په اشارې چې ملا عبدالغني برادر هم پکې ګډون لري وايي، چې په دغه غونډه کې به هڅه وشي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.
ښاغلي میثم زیاته کړه: "موږ هیله من یو، او هڅې هم په همدې هدف تر سره کېږي چې طالبان هم دې نتیجې ته ورسېږي چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه ده، او که په حکومت کې د ونډې غوښتونکي وي د حل لاره یې داده چې خبرو ته حاضر شي."
میثم زیاته کړ چې د سولې خبرو د بریالیتوب او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره «سیمه ییزي او نړیوالې» هڅې هم ګټورې تمامېدای شي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال په روانه میاشت کې د وسله والو طالبانو لخوا د نوي مرکچي پلاوي اعلانول له افغان حکومت سره د دغه ډلې د احتمالي خبرو یو څرک وباله.
پر همدې مهال د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکایي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ په قطر کې کې پیل شوي پنځم پړاو خبرې چې ملا عبدالغني برادر هم پکې ګډون لري اغېزمنې بللي.
د کرزي له دفتر نن سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي:"هیله من یو چې په افغانستان کې روان بحران ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي او یو تلپاتې سوله راشي."
افغان طالبانو هم تېره ورځ ویلي و چې هغوی په قطر کې د امریکایي چارواکو سره د مذاکراتو نه د ښه نتایجو هیله لري.
د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل چې د امریکا سره د مذاکراتو دوه هدفونه دي چې د ١٧ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره مهم دي. وايي یو دا چې د افغانستان نه به بهرني ځواکونه ووځي او بل د افغانستان خاوره به کومه ترهګره ډله نه کاروي.
سهیل شاهین ویلي و چې ملا برادر په قطر کې په دغه یوه غونډه کې ګډون کوي، خو هغه دا واضحه نه کړه چې ایا ملا برادر به د خبرو په نورو پړاوونو کې ګډون وکړي او کنه.
تر دا مهاله د قطر په مرکز دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د نننۍ غونډې جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي، خو یو شمېر څېړونکي وايي چې په دغه غونډه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او له تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکولو خبرې کېږي.
یو له دغو څېړونکو وحید مژده چې د مذاکراتو دغه لړۍ له نژدې څاري‌ امریکا غږ ته وویل چې په دغه ناسته کې:" د امریکا او طالب استازو لخوا دوې کاري ډلې ګمارل شوي چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د مسايلو په اړه خبرې وکړي." او وروستۍ پرېکړه وکړي.
 


د مطلب کود: 180389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180389/د-قطر-پینځمې-غونډې-ته-بېلابېلو-اړخونو-هیله-مندي

آوا
  https://www.avapress.com