د ارګ له لوري خپر شوې خبر پاڼه وایي، “جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف کورته ورغی، د هغه د روغتیایي حالت د پوښتنې ترڅنګ یې د اوږد او هوسا ژوند هیله ورته وکړه”.
د خبر پاڼې په حواله په دغې کتنه کې د سولې مشورتي جرګې د جویدو په اړه استاد سیاف او اشرف غني سره غږیدلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، په دغې لیدنه کې دواړو لوریو، د سولې د مذاکراتو ټیم د ترکیب په مېکانېزم او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو په اړه هم خبرې وکړې.