دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 180398
پاکستان: هند حملې ځواب ځان لپاره خوندي ساتي
د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ نن وروسته له هغې یوې نوې مرحلې ته داخل شو چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې پر یوه لوی مرکز برید وکړ.

پاکستان وایي، د هند د حملې د ځوابولو حق خوندي ساتي.
دا خبرداری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن وروسته له هغې ورکړ چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد سخت دریځې ډلې پر یوه لوی مرکز برید وکړ.
قریشي له خپلو جګ‌پوړو چارواکو سره له یوې مشورتي بېړنۍ غونډې وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې هند پر کنټرول لاین «چې کشمیر یې په دوو برخو وېشلی» تېری کړی دی.

نوموړی وايي:
"دا پر کنټرول لاین تېری دی، دا زه پر کنټرول لاین تېری بولم. پاکستان ورته د مناسب ځواب ویلو، د دفاع حق د ځان لپاره خوندي ساتي."
د پاکستان صدراعظم عمران خان هم نن د نشنل کومانډ ادارې رابلل شوې ځانګړې غونډه کې لارښوونه وکړه چې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو په ګډون د دې هېواد د ځواکونو ټولې برخې دې د هر ډول احتمالاتو لپاره تیاری ولري.
هند له دې مخکې رسماً تأیید کړه چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو بمباري کړې او د دې ډلې ډېر غړي او تأسیسات‌یې له‌منځه وړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوکلې نن په نوې ډېلي کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند په مکرر ډول له پاکستانه غوښتي و چې د جیش محمد ډلې په وړاندې اقدام وکړي او د دې هېواد د خاورې دننه د دغې دلې د سخت دریځو د روزنې او پر وسلو سمبالېدو مخه ونیسي، خو پاکستان په خپله خاوره کې د دغې ترورېستي ډلې د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره هېڅ پرېکنده اقدام نه‌دی کړی.
د هغه په وینا د باوري استخباراتي معلوماتو له مخې چې موږ ته رسېدلي چې جیش محمد ډله د هند په بېلابېلو برخو کې د نورو ترورېستي حملو هڅه کوي او جهادي فدایان د همدې هدف لپاره روزي، دغه نږدې خطر ته په پام سره د دغه ګواښ د دفع کولو لپاره حمله حتمي وه.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې له بریتانیا د خپلواکۍ له اخېستو وروسته دواړه هېوادونه تأسیس شوي، د دواړو ترمنځ په بشپړه توګه د درې جګړو دوه یې د کشمیر د لانجې پر سر وي.
https://avapress.com/vdceo78zvjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته