دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۲
د مطلب کود : 180405
غزني کې د وسله وال پوځ ملي ورځ ونمانځل شوه
غزني کې د وسله وال پوځ ملي ورځ په شانداره مراسمو سره چې د دي ولایت ګڼ شمیر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځینه فعالانو، مدني فعالانو او ځوانانو پکي ګډون کړی وو، ونمانځل شوه.
په دي تړاو جوړو شویو مراسمو ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي خپلو خبرو کې له هیواد، ولس، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه دفاع او ساتنه تر ټولو سپیڅلي او ستره دنده وبلله چې په وینایې امنیتي ځواکونه یې ترسره کوي.
د غزني والي امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: (( ولس ستاسي ترڅنګ دی، نننۍ غونډه کې د ټولني د هر قشر پراخ حضور د دي څرګندونه کوي چې ولس د خپلو امنیتي ځواکونو کلک ملاتړدی او پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي.))
هغه وویل: (( دښمن زموږ د وسله وال پوځ له وسلو، ټانګونو، توپونو او طیارو څخه نه بلکه زموږ د امنیتي ځواکونو له زړورتیا، همت او وطني میني څخه ویریږي، ځکه چې زموږ سرتیري د وطن او ولس د دفاع په لاره کې د خپل سر او ژوند پروا نلري.))
والي ښاغلي کلیمزي، ولسونو ته د امنیتي وضعیت له اړخه کلک ډاډ ورکړ: (( دي ورځو کې وینئ چې دښمن ته مو په هره سیمه کې درانه ګوزارونه ورکړي، د هغوی جنګي قوت مو مات کړی او ډاډه اوسئ چې زموږ وسله وال پوځ به ورته د سر خوځولو موکه او اجازه ورنکړي.))
د غزني والي دغه راز پر وسله والو غږ وکړ څو له جګړي، ورانۍ او د ولس له وژلو څخه لاس واخلي او پر ځای دي د سولي لار غوره او د خپل هیواد په آبادولو او هیوادوالو لپاره د هوسا، آرام او پر مخ تللي ژوند برابرولو لپاره له حکومت سره یوځای کار او هڅه وکړي.
دغو مراسمو ته د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال جنرال بیګمراد وفایې، امنیه قومندان مل پاسوال غلام داوود تره خیل هم خپلو خبرو کې ولسونو ته د امنیتي وضعیت په تړاو ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د علماوو شورا رئیس مولوي محمد اسمعل روحاني او ښځینه فعالي نویده بیات بیا خپلو خبرو کې د امنیتي ځواکونو سرښندني او قربانۍ وستایلي او له هغوی څخه یې د دیني عالمانو، ولسونو او ځوانانو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
وروسته له آجنډا سره سم د غزني والي او د امنیتي ارګانونو مسئولینو ته د امنیت په برخه کې د غوره کړنو په ویاړ د ولسونو لخوا د عزت او ویاړ پګړۍ او چپني ډالۍ شوي، دغه راز د وسله وال پوځ ګڼ شمیر منسوبین د ولایت مقام لخوا وستایل شول او دغه راز د ولسونو لخوا ورته ګلونه ډالۍ شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzz0fkyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته