دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 180409
ویل کیږی چی امریکا استازي او طالبان مشران د افغانستان څخه امریکایی سرتېرو وتلو لپاره تړون ته نږدی شوي
ویل کیږی چی د امریکا متحده ایالاتو د حکومت استازي او طالب مشران له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه یوه توافق ته نږدې شوي دي.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ پینځم دور خبرې چې د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوي، نن دوهمه ورځ هم دوام لري.
که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د پرونیو خبرو جزئیات او پایلې نه‌دي په ډاګه شوي، خو طالبان وايي، دوي خوشبینه دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې طالبان به ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پرضد نه کارول کېږي، یوه توافق ته ورسېږي.
د طالبانو د قطر د دفتر یوه ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي، هر کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دغلته یو اسلامي دولت جوړ شي بیا نو جګړې ته اړتیا نشته او سوله به ټینګېږي.
سهیل شاهین ویلي دي چې د سولې په راتلو سره به طالب وسله‌وال د افغانستان په ملي اردو کې شامل شي.
افغان حکومت چې تراوسه د امریکا او طالب استازو ترمنځ له روانو خبرو بهر پاتی، وايي، څو پورې چې د امریکا له‌خوا د قطر د روانو خبرو رسمي جزئیات په ډاګه نه‌شي، په‌دې اړه څه ویل به له وخته مخکې وي.

طالبانو تردې دمه له افغان حکومت سره د سولې له خبرو انکار کړی، خو متحده ایالات او ناټو تړون ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې موافقه به د افغان حکومت په مشرۍ او محوریت کېږي.
امریکا وايي، له طالبانو سره د قطر خبرې اترې د افغان حکومت او د دې ډلې ترمنځ مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په هدف ترسره کېږي.
خو طالبانو د خبرو اترو په پینځو پړاونو کې تر اوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او تراوسه پورې يې له افغان حکومت سره يې د سولې خبرې رد کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchvvnzw23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته