کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان وايي د هند ۲ جنګي الوتکې یې نسکورې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1397 ساعت 15:21

پاکستان وايي، نن‌یې د هند دوه جنګي جټ الوتکې د دغه هېواد فضايي حریم ته له وراوښتو وروسته نسکورې کړي او یو پیلوټ‌یې ژوندی نیولی دی.



د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي چې پاکستاني پوځیانو هندی پیلوټ په ځمکه کې نیولی.
د ده په خبره یوه ویشتل شوې هندي جټ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او بله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې لوېدلې ده.
د هند د هوايي ځواک ویاند انوپم بانرجي په نوې ډېلي کې وویل چې دی د پاکستان د وروستي دریځ په اړه خبر نه‌دی.
مخکې د هند یوه لوړپوړي پولیس منیر احمد خان ویلي چې د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې لوېدلې ده.
نه‌وه معلومه چې څوک ژوبل شوي هم دي که څنګه؟
یوه بل پولیس افسر اېس. پي پاڼي ویلي چې اور وژونکي په بودګم کې و، چېرته چې جنګي الوتکه لوېدلې.
د هند د دوو الوتکو د نسکورولو خبره پاکستان داسې وخت وکړه چې پرون هندي جنګي الوتکو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ځینې سیمې بمبار کړې او ویې‌ویل چې د جیش محمد ډلې روزنیز مرکز یې په نښه کړی دی.
پاکستان پرون د دې بریدونو د غچ اخیستلو خبره کړې وه.
 


د مطلب کود: 180435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180435/پاکستان-وايي-د-هند-۲-جنګي-الوتکې-یې-نسکورې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com