د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو د امریکا د سوداګرۍ خونو له مسؤلینو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستلو وروسته، د دغه هېواد د افغاني صادراتو په کچه کې له ۱۵ نه تر ۲۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
امریکا ته د افغاني صادراتو په کچه کې تر ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1397 ساعت 16:12
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو د امریکا د سوداګرۍ خونو له مسؤلینو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستلو وروسته، د دغه هېواد د افغاني صادراتو په کچه کې له ۱۵ نه تر ۲۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رئیس عتیقالله نصرت ازادي راډيو ته وویل چې پهدې صادراتو کې وچه مېوه او زعفران شامل دي چې د امریکا تر څنګ نورو هېوادونو ته هم صادرېږي.
پهدې ګډه ناسته کې د امریکا او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس جفري ګریکو ویلي هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د خصوصي پانګونې کچه ټیټه ده باید هڅه وشي دا کچه لوړه شي.
هغه ویلي چې امریکا به په راتلونکي یو نیم کال کې په افغانستان کې د انټرنټ د پراختیا په برخه کې ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د مطلب کود: 180444