کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان هوایی ځواکونه د هند دوه جنګې الوتکې غورځولې

8 حوت 1397 ساعت 16:32

دپاکستان پوځ وایي، چې د دغو هیواد هوایي ځواکونو دخپلو هوایي حدونو څخه په سرغړونه دهند دوه جنګې الوتکې غورځولې.



دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دپوځ ویاند جنرال اصف غفور پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي دپاکستان جنګي الوتکو د کرښې په هغو سیمو کې چې د پاکستان تر ولکې لاندې دي دهند دوه جنګي الوتکې ویشتلې دي.
هغه ویلي دهند یوه الوتکه په هندي او بله په پاکستاني کشمیر کې غورځوځیدلې ده.
د پاکستان پوځ ویاند پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان هوایي ځواکونو د یوې ویشتل شوې چورلکې هندي پیلوټ هم نیولی دی.
خو پاکستاني او هندي رسنۍ بیا وایي چې دپاکستان جنګي الوتکې دهندي کشمیر راجوړي سیمې ته ننوتلي او هلته یې هندي الوتکې په نخښه کړي دي.
نړیوالې خبري شبکې رویټرز هم دهندي چارواکو له خولې پخلی کړی چې دپاکستان درې جنګې الوتکې هندي کشمیر ته ننوتلي دي.
دا ادعاوې په داسي حال کې شوې چې په اټومي وسلو سمبال دغوو ګاونډي هیوادونو یوه او بل ته تازه کواښونه هم کړی دي.
 


د مطلب کود: 180448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180448/پاکستان-هوایی-ځواکونه-د-هند-دوه-جنګې-الوتکې-غورځولې

آوا
  https://www.avapress.com