کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ ولایت کې سیمه ایز پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوي

9 حوت 1397 ساعت 11:01

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې تېره شپه د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې ده.



د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته وویل، وسله‌والو د شپې پر ۱۱ بجو د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې يې د دواړو غاړو ترمنځ ۶ ساعته جګړه وشوه.
د عادل په خبره په‌دې جګړه کې د محلې پولیسو یو قوماندان وژل شوی او څلور سرتیري ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا په‌دې نښته کې د یو وژل شوي طالب مړی د دوی لاسته ورغلی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 180490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180490/بلخ-ولایت-کې-سیمه-ایز-پولیسو-او-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com