دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 180490
بلخ ولایت کې سیمه ایز پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوي
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې تېره شپه د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته وویل، وسله‌والو د شپې پر ۱۱ بجو د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې يې د دواړو غاړو ترمنځ ۶ ساعته جګړه وشوه.
د عادل په خبره په‌دې جګړه کې د محلې پولیسو یو قوماندان وژل شوی او څلور سرتیري ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا په‌دې نښته کې د یو وژل شوي طالب مړی د دوی لاسته ورغلی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchwvnzv23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته