دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 180494
ټاکل شوي چی دوحه کې به د طالب نمایندګانو او زلمی خلیلزاد ترمنځ خبری اتری د سره پیل شی
ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ بیا له سره پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه استازي چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخېستل رسنیو ته  ویلي چې نن او سبا مو د استراحت ورځې اعلان کړي دي او په‌دې دوو ورځو کې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوو.
دا پنځم ځل دی چې زلمی خلیل‌زاد او د طالبانو استازي غونډې کوي.
روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او تر اوسه د غونډې د برخه والو په وینا دومره ویل شوي دي چې خبرې ګټورې دي، خو نور تفصیل نه‌دی ورکړل شوی.
https://avapress.com/vdcb9gb8arhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته