دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 180513
د (Real Time Data Management) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د (Real Time Data Management) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ رئیس جوشوا جي بوستوز، یاد قرارداد لاسلیک کړ.
Real Time Data Management سیستم د (۱۰سلنه) مخابراتي خدماتو محصول د راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه ایجادشوی چې د هېواد په کچه به ترې استفاده وشي.
داسیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی. د دې سیستم دایجاد اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول د راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عوایدزیاتېږي.
د  ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه  له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیون څخه زیاتې افغانۍراټولې شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0fsyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته