دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 180523
امریکا ولسمشر ټرمپ او شمالي کوریا مشر کېم جونګ سرمشریزه بی نتیجې پای ته ورسیده
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون دوهمه سرمشريزه د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د چهارشنبې په ورځ پیل شوه، خو وروسته څرګنده شوه چې ټرمپ او کېم کومې مهمې نتيجې ته ونه رسېدل.

ډونالډ ټرمپ ویلي، دا ځکه چې شمالي کوریا له امریکايي چارواکو وغوښتل چې پر شمالي کوریا لګېدلي ټول بنديزونه بايد لېرې شي.
ټرمپ زیاته کړه:
"دوی غوښتل چې بنديزونه په بشپړه توګه لېرې شي او موږ دا کار نه‌شو کولای. دوی چمتو دي زموږ له غوښتنې سره سم یوه پراخه برخه، له اټمي وسلو پاکه کړي خو موږ نه‌شو کولای ټول بنديزونه لېرې کړو. نو موږ به په‌دې اړه کار ته دوام ورکړو او ګورو به."

خو ټرمپ زیاته کړه چې کېم ده ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې اټمي فعالیتونه او تجربې نه‌کوي.
ټرمپ او کېم تر ټاکل شوي وخت مخکې د غونډې له ځایه ووتل او د ګډ توافق د لاسليک مراسم لغوه شول.
ټرمپ ويلي، ځينې وختونه موږ بايد ووځو او دا هماغسې وخت وو.
نن د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د سرمشريزې دوهمه ورځ وه. کېم تر غونډې مخکې ويلي و چې هیله لري د سرمشريزې په دوهمه ورځ به له ټرمپ سره خبرې یوه نتيجه ورکړي.

ټرمپ د غونډې په دوهمه ورځ وويل چې دی د کوريا ټاپو وزمې له اټمي وسلو څخه د پاکولو په اړه توافق ته د رسېدو عجله نه‌لري، بلکې داسې موافقه کول غواړي چې سمه وي.
دواړو مشرانو لومړی ځل د ۲۰۱۸میلادي کال په جون مياشت کې په سينګاپور کې سره ليدلي وو.
 
https://avapress.com/vdcew78zxjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته