کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ په چهاربولک کې د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 حوت 1397 ساعت 20:09

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې تېره شپه د محلي پولیسو او وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې ده.



د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل نن ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو د شپې پر ۱۱ بجو د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې يې د دواړو غاړو ترمنځ ۶ ساعته جګړه وشوه.
د عادل په خبره په‌دې جګړه کې د محلي پولیسو یو قوماندان وژل شوی او څلور سرتېري ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا په‌دې نښته کې د یو وژل شوي طالب مړی د دوی لاسته ورغلی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 180532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180532/د-بلخ-په-چهاربولک-کې-محلي-پولیسو-او-وسله-والو-ترمنځ-جګړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com