کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: طالبان دی لږ ترلږه یو دلیل هم خپل جګړئ مشروعیت لپاره وړاندې کړي

10 حوت 1397 ساعت 11:43

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدو ته په اشارې وویل، طالبان دې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره لږ تر لږه یو دلیل وړاندې کړي.



ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹» په کابل د سرتېري د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د ملي یووالي حکومت زمینه برابره کړه چې طالبان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي.
د ده په خبره که طالبان دفتر غواړي حکومت ورته دفتر ورکوي او حکومت تیار دی چې طالبان ورسره له زندانونو نه د طالبانو د خوشې کېدو او له تور لېسته د دوی د مشرانو د ایستلو په اړه خبرو ته حاضر شي.
ولسمشر طالبانو ته وویل، له پاکستان سره یې اړیکې څه دي او په کومو اصولو له ګاونډیو او پردیو هېوادونو سره اړیکې لري.
ښاغلی غني وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او د فاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونه کړي.
دی زیاتوي:
"هېڅ سیاسي بدلون او هېڅ سیاسي توافق زموږ د زړورو ځواکونو، لاسته راوړنې، قربانۍ او مرکزي حیثیت تر شعاع لاندې نه‌شي راوستلی. ډاډمن اوسئ او د شایعاتو په فکر کې مه اوسئ. هغوی تبلیغات کوي چې موږ کمزوري کړي، خو موږ پانګونه کوو چې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ پیاوړي کړو."

ښاغلي غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل، د هر راز برید پر وړاندې باید چمتو وي.
افغان حکومت له دوو کلونو راهیسې د حوت نهمه د سرتېري د ورځې په توګه لمانځي.
 


د مطلب کود: 180539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180539/ولسمشر-غنی-طالبان-دی-لږ-ترلږه-یو-دلیل-هم-خپل-جګړئ-مشروعیت-لپاره-وړاندې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com