دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 180550
اسدالله خالد: افغانستان ملي دفاعي امنیتی ځواکونه  اور دفاعي حالت کې نه ده
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد وایي چې د افغانستان ملي دفاعي امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالت څخه راوتلي په تعرضي حالت کې دي، د دښمن پر ځالو او پټن ځایونو یې مرګوني ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري خپره اعلامیه کې ویل شوي چې د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد پرون د حوت په نهمه د ملي امنیتي ځواکونو د نمانځې په په غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.
د خبر پاڼې په حواله د دفاع سرپرست وزیر زیاته کړې چې د ملي اردو د اکمال او هوایي تجهیز په موخه یې لازم تدابیر نیول دي ښاغلي خالد ویلي” په هره اندازه چې زمونږ دفاعي او امنیتي قوتونه پیاوړي شي په هغې اندازه د د دښمن پلانونه له ناکامۍ سر مخامخ کوي. د ملسح قوتونو د اعلې سر قوماندان، نورو دولتي بنسټونو او نړېوالې ټولنې غوڅ ملاتړ د دې مانا لري چې مونږ په دې مبازره کې بریالي یو”.
د خبر پاڼې له مخې د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ولسمشر او د افغانتستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دښمن هر ډول احتمالي بریدنو ته چمتو دي.
 
https://avapress.com/vdcen78z7jh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته