د واوري له کبله د يوه ټانکر موټر د ښويدو په پايله کې د لاري د بنديدو له کبله بند پاته وو، وژغورل او هستوګنيزو سيمو ته يې انتقال کړل.
د کابل - کندهار پر لويه لار بند 350 تنه مسافر او موټر چلوونکي وژغورل شول
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 11 حوت 1397 ساعت 12:31
د واوري له کبله د يوه ټانکر موټر د ښويدو په پايله کې د لاري د بنديدو له کبله بند پاته وو، وژغورل او هستوګنيزو سيمو ته يې انتقال کړل.
د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ پوليسو تيره شپه د کابل - کندهار پر لويه لار د ﺯابل ولسوالۍ د پښ کندي سيمي ته څيرمه هغه شاوخوا 350 تنه مسافر او چلوونکي چې د واوري له کبله د يوه ټانکر موټر د ښويدو په پايله کې د لاري د بنديدو له کبله بند پاته وو، وژغورل او هستوګنيزو سيمو ته يې انتقال کړل.
د ژغورلو دغو عملياتو ته د ﺯابل پوليس هم د شپي ناوخته رسيدلي دي.
که څه هم ياده سيمه د ﺯابل ولايت اړوند ده، خو د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ پرسونل لاهم په سيمه کې د لاري د خلاصولو لپاره هڅه کوي
د مطلب کود: 180592