دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 180595
د فاریاب د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري ونیول شو
د فاریاب د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري له خپلو شلو ملګرړ سره نن د پروان د پولیسو له خوا ونیول شو.

د سالنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمود بهلول ته وویل، قیصاري او ملګرو یې نن سهار د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې هغه مهال چې پولیسو غوښتل دی ونیسي پر پولیسو ډزې وکړې، خو وروسته ونیول شو.
د بهلول په وینا په دې نښته کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.
نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی دی چې درې میاشتې مخکې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا په کابل کې نظر بند شو.
نوموړی په‌دې شرط له بنده خوشې شو چې له کابله به نه وځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnz0fkyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته