کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ بیا خبرې پیلېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حوت 1397 ساعت 13:05

د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د استازو او طالبانو ترمنځ بیا خبرې پیلېږي.



دا خبرې چې د امریکایي پلاوي مشري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي، تېره اوونۍ دوشنبه پیل شوې، درې ورځې یې دوام وکړ، بیا پنجشنبه او جمعه د سلامشورو لپاره دا خبرې طالبانو ودرولې.
دا پنځم ځل دی چې زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره ګوري، څلور ځله په قطر کې او یو ځل هم په متحد عربي اماراتو کې سره غږېدلي دي.
د دې پنځم ځل خبرو په اړه تر اوسه له رسنیو سره ډېر څه نه دي شریک شوي، خو زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې په کابل کې د یوه ملي ټیم د جوړولو لپاره پرمختګ شوی، ترڅو له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي، خلیلزاد په دې ارتباط نوره توضیح نه ده ورکړې، خو ټاکل شوې ده چې نږدې دوه اوونۍ وروسته د کب په شپږ ویشتمه په کابل کې مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.
د دې جرګې په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وایي:

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی
"دا لویه جرګه چې کوم بحث به ان شاالله وکړي، په دې اړه به وي چې غیر رسمي مذاکرات څرنګه کولی شي چې رسمي مذاکراتو ته لار پرانیزي، د رسمي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي، رسمي مذاکراتو ته زیان ونه رسوي، هغه پیاوړې کړي، دا د لویې جرګې د بحث یوه موضوع ده او دا زموږ وړاندیز دی."
امریکایي پلاوي د طالبانو له استازو سره په قطر کې تر روانو خبرو مخکې د جنورۍ په نولسمه د شپږو ورځو په مخه پرله پسې خبرې کړې وې.
هغه وخت زلمي خلیلزاد وویل چې پر دوو موضوعاتو خبرې شوې دي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې به د بهرنیو پرضد تر دې وروسته استفاده نه کېږي.
د روانو خبرو په اړه ښاغلي خلیلزاد د پنجشنې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې له طالبانو سره پر څلورو مهمو موضوعاتو خبرې کېږي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.
طالبانو په یوه بیان کې بیا هغه دوه پخوانۍ خبرې یادې کړې دي او ویلي یې دي چې له خلیلزاد سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او پر داسې ضمانت چې د افغانستان خاوره به بیا د ترورېستانو لپاره په امن سیمه نه بدلېږي، خبرې کېږی.
ازاد خبریال سميع الله یوسفزي له دوحې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې د بحث دوه نورې مهمې مسئلې دي.
 


د مطلب کود: 180596

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180596/نن-د-قطر-په-مرکز-دوحه-کې-امریکا-او-طالب-استازو-ترمنځ-بیا-خبرې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com